IQNA

ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې نومې  کتاب چاپ شو

18:52 - November 07, 2021
د خبر لمبر: 3484923
تهران (ایکنا) - د پښتو د مشهور ليکوال، شاعر، څيړاند ، ژباړن  او جرنلېسټ «انور شاهين خانخېل» يو کتاب له چاپه  ووتۀ.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دغه کتاب چې «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» نوميږي او  په 179 مخونو مشتمل دے په تېرو ورځو کښې د پاکستان د خییبر پختونخواه صوبې په مرکز پېښور کښې «منګل کتاب کور» نومې خپرندويه ادارې چاپ کړو. دغه کتاب چې يې په پېښور کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د ادبي، کلتوري او ثقافتي مرکز په وړانديز او تجويز له فارسۍ کتاب «تعليم و تربيت در تمدن اسلامي» نه په پښتو ژباړلے دے د تعليمي او تربيتي موضوع په باره کښې دے. د کتاب اهميت له دې نه هم څرګنديږي چې دا کتاب د فارسۍ ژبې دوو نامتو مولفينو ښاغليو «اسماعيل باغستاني» او «محسن معيني» په شريکه تاليف کړے دے.

په کتاب کښې د اسلام د مبين دين له ابتدائي دور نه تر اوسني دوره پورې د ديني او دنيوي تعليم او تربيت يا ښؤنې او روزنې د مختلفو روشونو، طريقو، د مختلفو تعليمي ادارو، مرکزونو او مکتبونو او د هغو د مشکلاتو او لوړو ژورو په حقله تفصيلي بحث شوے دے.

دا کتاب د هر وګړي لپاره په خاصه توګه له تعليم او تربيت او تعليمي، کلتوري او ادبي ادارو او له پوهنتونونو، کالجونو، سکولونو او ديني مدرسو سره د اړوندو کسانو لپاره ډېر ګټور دے او ډېر څه ترې زده کېدې شي.

https://parstoday.com/ps/news/world-i108000

 

captcha